الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ختیځ زون په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

29 قوس 1401

9077.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم د کمیسیون له لوري د دولسمې، اتلسمې، نولسمې او شلمې ناحیو اړوند د څرخي پله، ارزان قیمت پله او په ده سبز کې عزیزي هوتک بازارونه او نورې سیمې له ښاري بې نظمیو او نورو خپلسریو څخه پاکې شوې. په یادو عملیاتو کې، د هټیو تر مخ د ناقانونه رغونو، په پلو لارو او سړکونو کې د خنډونو او نورو هغو خپلسریو ته چې، د ښاري بې نظمیو سبب ګرځېدل د ښاري اصولو له مخې رسېدنه وشوه. د تلپاتې ښاري نظم ساتل په ځانګړې توګه په بازارونو کې د بې نظمیو له منځه وړل، چې خلکو ته یې ستونزې را ولاړې کړې دي، د تقویتي او حمایوي پروګرامونو له لارې څارل کیږي. ښاري ژوند له یو لړ اصولو او قوانینو سره تړلی دی، له دې کبله د کابل ښاروالۍ مسئولان د ښاري نظم راوستلو او خلکو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په برخوکې هڅې کوي.