د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوولسمه ناحیه کې یو سلو دېرش بستریز دولتي روغتون ګټې اخیستنې وسپارل شو

29 قوس 1401

 

د اوولسمې ناحیې اړوند د کابل ښار په شمالي دروازه کې یو سلو دېرش بستریز روغتون تر چارو بشپړېدو وروسته د کابل ښارالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري په داسې حال کې چې، د عامې روغتیا وزارت مسئولانو او د یادې ناحیې اوسېدونکو هم ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې، کابل ښاروالۍ د کابل د شمال زون ښاریانو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یادې ودانۍ ځمکه د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړې ده. د نوموړي په وینا کابل ښاروالي یوه لویه خدماتي اداره ده او له نورو ادارو سره د عامه تاسیساتو په جوړولو او د زیربنايي پروژو په پلي کولو کې مرسته کوي. ورپسې د کابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالشافي خبرې وکړې او ویې ویل چې، د دې یو سلو دېرش بستریز روغتون له لارې به د کابل ښار د شمال زون ښاریانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي او ډاډ یې ورکړ چې، په یاد روغتون کې به لايق او با تجربه ډاکتران د ناروغانو په خدمت کې وي. ورته مهال د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني په خپلو خبرو کې د لا ډیرو خدمتونو وړاندې کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د اوولسمې ناحیې مسئولان اوس هم شپه او ورځ د ښاریانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هڅې کوي. یاد روغتون د کابل ښاروالۍ په ملکیت کې د عامې روغتیا وزارت په لګښت جوړ شوی دی چې، په عصري روغتیايي وسایلو سمبال دی.