د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د ښاري کلتور د ودې او پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شو

29 قوس 1401

9082.jpg (1820 × 1024)

 د ښاري کلتور د ودې او پیاوړتیا په موخه، دا ځل د پنځمې ناحیې اړوند علماؤ، ګذر وکیلانو، ځوانانو او د بیلابیلو اصنافو  شوراګانو د استازو په ګډون،په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شو.  په دې غونډه کې په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال په خپلو خبروکې ښاریان د ښاري اصولو او مقرراتو مراعات کولوته و هڅول او وویل چې، موږ ټول د ښار د آبادۍ، پاکوالي، زرغونتیا او ښاري نظم په وړاندې یو شانته مسوولیت لرو، نو اړینه ده چې  په دې برخه کې د همدغو شوراګانو له لارې ښاریانوته سپارښتنې او لارښوونې وشي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریس قاري واسع الله زاهد، د خپلو خبروپه ترڅ کې د ښاري فرهنګ په اړه رڼا واچوله او وویل چې، دخلکو دهوساینې لپاره  په ښاري ژوندکې، دښاري اصولو او مقرراتو په پام کې نیول اړین ګڼل کیږي.  کابل ښاروالۍ د ښاري فرهنګ د ودې او لا پیاوړتیا په موخه، هڅه کوي څو  دخپلو دا ډول غونډو لړۍ د ښار ټولو سیموته وغځوي. په دې غونډه کې د پنځمې ناحیې د شوراګانو استازو دکابل ښاروالۍ له پلانونوڅخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې، د ښار دلاښه مدیریت په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي. د غونډې په پای کې ګډون والوته دبیلابیلو ښاري مسایلو په اړه یو شمیر معلوماتي کليپونه وړاندې شول او ګټور کتابونه و ویشل شول.