
د کابل ښاروالۍ د روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست کارکونکو په پنځمه ناحیه کې د یوشمیر کورونو او لوړپوړيزو ودانیو د مرکزګرمۍ له سیستم او دلوګي د تصفیې فلټر دنصب څرنګوالي څخه له نږدې څارنه وکړه او له هغو کورونو او لوړپوړیزو ودانیو چې د مرکزګرمۍ سیستم لپاره د تصفيي فلټر نه ؤ نصب کړی کلک تعهد واخيستل شو تر څو د خپل ځان او نورو د روغتيا لپاره فلټر نصب کړي د یادولو وړ ده چې، د څارنې دغه لړې د ښار په ټولو ناحیوکې دوام لري او سرغړوونکي به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.


