د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تنظیف ریاست د ګنډلو خونه (خیاط خانه) په نویو وسایلو سمبال شوه

30 قوس 1401

 9087.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د ګنډلو خونه(خیاط خانه) له کابل ښاروالۍ څخه د ملاتړپروژې (اروپایي اتحادیه) له خوا، د یو میلیون افغانیو په ارزښت د (۳۶) قلمه نویو توکو او بیلابیلو وسایلو سره سمبال شوه. دغه توکي او وسایل، له کابل ښاروالۍ څخه دملاتړ پروژې ریس خوشحال بشردوست له خوا، په داسې حال کې چې، په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور هم حاضر ؤ، د تنظیف ریس مولوي سعدالله عثماني ته وسپارل شول. ددغو وسایلو دسپارلو پر مهال د کابل ښاروالۍ مرستیال، د یادې پروژې له مرستوڅخه مننه وکړه او اړوند مسوولانو ته یې سپارښتنه وکړه څو له دغو وسایلو څخه په سمه توګه ګټه واخلي. په دغو توکو او وسایلوکې د ګنډلو ماشینونه، څوکۍ، دبرش ماشین، دجامو ټکر او نور د اړتیا وړ مواد شامل دي. د تنظیف ریاست ګنډلوخونه (خیاط خانه) د(۵۴ ) تنو کارکوونکو په درلودلوسره، د تنظیفي کارکوونکو دجامو، د کثافات وړونکو موټرو ترپالونو، د تشریفاتو جامې ګنډلو او ورته نورو برخوکې فعالیت کوي.