د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې په انګړ کې یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

1 جدی 1401

9088.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې د اداري ودانۍ په انګړ کې د الفتح په نامه یو جومات تر چارو بشپړېدو وروسته د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو او اوسېدونکو هم ګډون درلود ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. کابل ښاروال د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې، کابل ښاروالي د زیربناو جوړولو او خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ د جوماتونو په جوړولو سره د معنویاتو د ساتلو لپاره هم توجه لري. نوموړي له هغو مخلصو ښاریانو چې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت یې دا مسجد جوړ کړی دی، هم مننه وکړه. یاد جومات په یو وخت د سلو لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، چې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو سربېره به پکې د دې ناحيې مراجعین هم لمونځ کوي. مسلمانانو تل د جوماتونو له لارې د یوالي غږ پورته کړی دی او د دې ترڅنګ ټولنیزې ستونزې یې هم له دې لارې په غوره توګه حل کړې دي. هغه څوک چې د جوماتونو په جوړولو کې برخه اخلي؛ د خدای ج د رحمت تر سیوري لاندې راځي او الله ج ورسره مرسته کوي.