الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې تر سره شوې

3 جدی 1401

 9090.jpg (1820 × 1024)

دکابل ښاروالۍ د مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا د مقام په منظورۍ، د کابل ښاروالۍ په اړوندو څانګوکې لاندې بدلونونه راغلي دي: مولوي عبدالرحمن رباني د څلورمې ناحیې د ریس په توگه، مولوي عبدالغفور فاتح د نولسمې ناحیې د ریس په توګه، د نولسمې ناحیې پخوانی ریس محمدحامد امیري د دیارلسمې ناحیې د ریس په توګه او د دیارلسمې ناحیې پخوانی ریس عبدالاحمدملکیار د دغې ناحیې د مرستیال په توګه په دندو ګمارل شوي دي. نوي ګمارل شوي مسوولان د کابل ښاروالۍ د مقام دفتر د ریس حافظ مولوي عبدالقدیرحقاني له خوا اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.

د کابل ښاروالۍ د مقام دفتر ریس په دې اړه وویل: دغه ګمارنې د وړتیا له مخې او په ناحیوکې د ښاري خدمتونو د لاښه پرمخ بیلو په موخه ترسره شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې، دنويو ګمارل شويو مسوولانو په هڅو سره به، په ناحیوکې ښاري ،ټولنیزې او سیمه ایزې ستونزې تر ډیره له منځه ولاړې شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوی، ښاریانو ته د لاښو خدمتونو د ترسره کولو او دهغوی د رضایت ترلاسه کولو په موخه، داسې بدلونونو او داصلاحاتو راوستلو ته ژمن دي.