الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په نهه ویشتم ګذرکې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

3 جدی 1401

9091.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې په نهه ویشتم ګذر کې د یوه سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ د مرستیال انجنیر عامر یاسر "زمرک" له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. په یادو مراسمو کې چې، د اوومې ناحیې مشرانو او یوشمیر اوسېدونکو هم ګډون درلود، د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: ښاري آسانتیاوو ته د ښاریانو د لاسي رسي په موخه ،د سړکونو رغول د کابل ښاروالۍ له لویو موخو څخه دي.  د نوموړي په وینا تر کار لاندې پروژو سربېره به په بېلابېلو ناحیو کې د یو شمېر نویو اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو چارې هم ډیر ژر پیل شي. د ودانیزو او ښاري ترانسپورټ مرستیال له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې د سړک جوړولو په پروژو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه سړک چې چهلستون سیمه له پډولې سړک سره نښلوي، د (۹۷۸) مترو په اوږدوالي او (۴ )مترو پراخوالي سره، د (UNOPS) دفتر له لوري‌  د(۱۲۰۰۰۰) امریکايي ډالرو په لګښت،دشپږو میاشتو  په موده کې په بنسټیزه توګه جوړیږي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د سیمې خلکو ته ښاري، ټولنیزې او ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته او په ژمي کې به د دوی په وړاندې د خاورو او خټو ستونزې هم حل شي.