د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ټوکرو څخه جوړې شوې يو شمېر کڅوړې ووېشل شوې

3 جدی 1401

9092.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا، له ټوکرو څخه دجوړو شوېو کڅوړو د ګټې اخیستنې فرهنګ را ژوندي کولو او د چاپیریال پاک ساتلو  په موخه، ښاریانوته یو شمېر کڅوړې وویشل شوې.  همدا شان ښاریانو ته ددغو کڅوړو د ویشلو پر مهال ،د پلاستیکي کڅوړو د زیانونو په اړه دمعلوماتو ورکولو ترڅنګ، دوی ته دا هم وویل شول چې، له پلاستیکي کڅوړو څخه ډیره ګټه پورته نه کړي، ځکه پلاستیک نه یوازې د انسان روغتیا ته بلکې چاپیریال ته هم سخت زیان رسوي. دغه راز پلاستیک له یوې خوا د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي او بل لوري ته د راز راز ناروغیو د خپریدو زمینه هم برابروي. یو شمېر ښاریانو چې دغه کڅوړې یې ترلاسه کړې، ژمنه وکړه چې له دې وروسته به له پلاستیکي کڅوړو څخه ګټه نه اخلي. هیله ده  چې ټول ښاریان پلاستیک ته (نۀ) ووايي او په دې توګه له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي.