د ښاري نظم د کمیسیون له لوري، چې د بېلابېلو ادارو له استازو څخه جوړ شوی دی، یو ځل بیا د احمد شاه بابا مېنې دویمه څلورلارې، داود خان څلورلارې، محبس څلورلارې، بت خاک څلورلارې او د سلیم کاروان ښارګوټي سیمې له ښاري بې نظمیو څخه پاکې شوې. ددغو عملیاتو په لړ کې، ګرځنده پلورونکي او لیني موټر، چې د پلو لارو او سړکونو د بندېدو سبب ګرځیدلي وو، ټاکلو سیمو ته ولیږدول شول. د احمد شاه بابا مېنې دویمه څلورلارې یوه له ګڼه ګوڼې ډکه څلولارې ده، چې له دې وروسته به په دغه سیمه کې د یو لړ سنجول شویو پروګرامونو له لارې ښاري نظم وڅارل شي. هیڅ ښاري حق نه لري، چې په بېلابېلو پلمو ښاري نظم ګډوډ کړي ښاري نظم د ښاري مقرراتو یوه برخه ده، چې د ښاریانو لپاره سوکالي رامنځته کوي، نو په همدې موخه د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره مرسته
د دولسمې ناحیې بېلابېلې سیمې له ښاري بې نظمیو څخه پاکې شوې
3 جدی 1401