الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دریمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

6 جدی 1401

9096.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم کمیسیون له لوري د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، ددواخانې ګولایي، شهید څلولارې، سرای غزني، او پل سرخ ته غځیدلي سړکونه له خپلسرو تاسیساتو او نورو بې نظمیو څخه پاک شول. د عملیاتو په لړکې د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو، په پلو لارو او سړکونو کې خنډونو، د ګرخنده پلورونکو او هټیوالو  بې نظمه فعالیتونو او نورو ورته مواردو ته ،چې له ښاري اصولو سره په ټکر کې ؤ رسیدنه وشوه. د يادونې وړ ده، چې په دې کار کې د پنځمې او شپږمې ناحيې مسوولان هم همکار وو. په ښارکې د ښاري نظم راوستل یوه اړتیا ده چې د بېلابېلو حمایوي او تقویتي پلانونو له لارې به وڅارل شي. ښاري ژوند په یو لړ اصولو او قوانینو پورې تړلی دی، له دې کبله د کابل ښاروالۍ مسئولان په ښار کې د ښاري نظم د ټینګښت په موخه هلې ځلې کوي.