تر بنسټیزو چارو بشپړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د شپاړلسمې ناحیې اړوند د مرنجان تپې پر سر د تفریحي پارک د سړک قیر چارې پیل شوې. یاد سړک (۴۸۰) متره اوږدوالی او (۱۴) متره پراخوالی لري چې د پلو لارو او ګلدانونو په ګډون به په معیاري توګه جوړ شي. کابل ښاروالي د مرنجان تپې پر سر د زرغونو د سیمو پراختیا، د پلو لارو جوړولو، د اوبو فوارو، د ښکلو ګلدانونو جوړولو او نورو برخو لپاره پلانونه ترلاس لاندې لري، څو ورسره یاده سیمه په یوه غوره تفریحي ځای بدله شي.
د مرنجان تپې د پارک سړک قیر چارې پیل شوې
6 جدی 1401