الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بندو لښتیو او زیانمنو سیمو د پاکولو چارې دوام لري

6 جدی 1401

9098.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د ښار په کچه د بندو کانالونو، لښتیو او د اورښتونو د اوبو ډنډ کېدو له امله د زیانمنو سیمو د پاکولو چارې روانې دي، څو په سمه توګه مدیریت شي. د ښار ډیری لښتي د یو شمېر ناغیړه ښاریانو له لوري پکې د خاورو خځلو غورځولو له امله بند شوي دي، چې د دوی د دې کار له امله د تنظیف ریاست زیارکښه پرسونل دروند بار وړي. هیله ده چې، ښاریان د لښتیو په پاک ساتلو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي او کثافات په ځانګړو ځایونو کې واچوي. ورته مهال د تنظیف ریاست پرسونل بوخت دي څو د اوبو ډنډ کېدو د په ګوته شویو سیمو په اړه هم اقدام وکړي. په وروستیو کې د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه سلګونه کیلو متره لښتي او کانالونه له کثافاتو پاک شوي دي. د یادونې وړ ده چې، زیارکښه نارنجي اغوستونکي د کانالونو او لښتیو د پاکولو سربېره د تیت کثافاتو په راټولولو او لیږدولو هم بوخت دي. د یوه پاک او ښایسته ښار لرلو په موخه له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسئ.