د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د صدارت څلولارې دسړک د منځ ګلدان په بیارغونه کار پیل شو. په لومړي پړاو کې به د دغه سړک چې ( ۱۹۰ ) متره اوږدوالي لري د جدول جوړیدو چارې، د ژمي د را رسېدو لپاره د مخکنۍ تابیا په پام کې نیولو سره بشپړې او له هغه وروسته به د ترافیکي چارو د همغږۍ او عامه ښاري ترانسپورټ ریاست له لوري د ګلدان رنګولو چارې ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په پام کې لري، څو د سیمې د زرغونتیا او ښکلا په موخه، دغه ګلدان د چمن او زینتي ګلانو د کرلو لپاره چمتوکړي. د ښار په کچه د ترانسپورټي زیربناوو او ښکلا په برخو کې د پلانونو او پروګرامونو پلي کول، د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، په وروستیو کې یې دې برخې ته ډیره پاملرنه کړې ده.
د صدارت څلورلارې د سړک منځ ګلدان په بیارغونه کار پیل شو
8 جدی 1401