د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې بند به په یوه غوره تفریحي او زرغونه سیمه بدل شي

8 جدی 1401

9104.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د قرغې بند په لوړو غونډیو چې، څه موده وړاندې د اوبو د یوې زیرمې او د ونو د خړوب په سیسټم کار پیل شوی وو، لاهم روان دی. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس وايي چې، د یادې سیمې د پراختیا لپاره په وروستیو کې د ۲.۵ میلیون لیټره اوبه ځایوونکې زیرمه جوړه شوې ده.اوس مهال د ۳۵۰۰ متره په اوږدوالي د خړوب سیسټم د پیپ تېرولو کار روان دی چې، د اوبو له دې زیرمې به د ۴۰ شیردانونو له لارې ۴۵۰۰۰۰ متر مربع ځمکه او ۵۵۰۰۰ ونې خړوب کی. د اوبو دا زیرمه د قرغې بند په یوه لوړه غونډۍ جوړه شوې ده، چې د واټر پمپ په وسیله يې اوبه پورته کيږي او وروسته په معیاري توګه ورڅيرمه سیمې خړوب کوي د زرغونتیا ریاست د رئیس په وینا دوی پلان لري چې، د نیالګیو کینولو په موسم کې لسګونه زره میوه لرونکې او غیر میوه لرونکې ونې کینوي او د دې زیرمې له لارې یې خړوب کړي. کابل ښاروالي پلان لري، څو د قرغې بند سیمه په یوه لویه تفریحي او زرغونه سیمه بدله کړي، په همدې موخه به په راتلونکې کې څو څاګانې نورې هم وکیندل شي.