د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې اړمنو کورنیو ته دمرستو دوېش لړۍ دوام لري

8 جدی 1401

9105.jpg (1820 × 1024)

د ا.ا.ا. له پیل څخه تر اوسه پورې، په پنځلسمه ناحیه کې،  (۳۷۰۰۰) اړمنې کورنۍ دخوړو نړیوال سازمان  له خوا دخوراکي توکو د مرستې په موخه، تر پوښښ لاندي نیول شوې دي، چې اوس مهال(۱۸۰۰۰) اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو دوېش لړۍ دوام لري. د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي اخندزاده، چې په دغه ناحیه کې د خوړو نړیوال سازمان له خوا په اړمنوکورنیو باندې دمرستو ویشلو څرنګوالی له نږدې څاري  په دې اړه وویل: کابل ښاروالۍ په دې برخه هڅه کوي، څو خوراکي توکې په سمه توګه مستحقو کورنیو ته ورسیږي. دغه مرسته شوي توکي هغو اړمنو کورنیو ته، چې مخکې دګذر وکیلانو، د سیمه اییزو شوراګانو او د اړوندو ادارو دتخنیکي ټیم له خوا تر سروې وروسته مستحق پېژندل شوې، ورکول کیږي. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا او مالګه شامل دي، چې څو ځلې پر اړمنو کورنیو وېشل شوې دي.