الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کمپنۍ چوک کې دښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

10 جدی 1401

9106.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې د مسئولانو له لوري له پرلپسې خبرتیاو وروسته، د کمپنۍ چوک له ښاري بې نظمیو څخه په بشپړه توګه پاک شو. د دغو عملیاتو په لړ کې د هټیو مخې ته د اصنافو له خوا سرغړونو، خپلسرو ایښودل شویو غرفو، د لیني موټرو بې ځایه تم ځایونو ته، چې د پلولارو او سړک د بندېدو لامل ګرځیدلي وو، رسېدنه وشوه دغه راز د ګرځنده پلورونکو فعالیتونه هم تنظیم  او ټاکلو ځایونوته ولیږدول شول، څو په یاده سیمه کې ښاري نظم تلپاتې شي. اوس مهال د کمپنۍ چوک په سیمه کې د ښاریانو د تګ راتګ لپاره آسانتیاوې رامنځته شوې دي او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړل شي، څو بیا ځل په بېلابېلو پلمو په یاده سیمه کې بې نظمي رامنځته کړي.