کابل ښاروال مولوي عبدالرشید ستونزوته د رسیدو اود وړاندیزونو او نظرونو اوریدو په موخه، له یوشمیرښاربانوسره له نږدي ولیدل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د یوشمیرښاریانوعریضوته د رسیدنې سربیره د هغوي وړاندیزونه او نظرونه هم واوریدل او اړوندومسوولانوته یې سپارښتنه وکړه چې، په بېلابېلو پلمو دې دښاریانو قانوني کارونه نه ځنډوي څو له له یوې خوا د خلکو آزارول اوګډودۍ مخنیوی وشي اوبل خوابه دښاریانو رضایت هم ترلاسه شي. په دې لیدنه کې کابل ښاروال وویل چې، په تیرووختونوکې د کابل ښاروالۍ دمراجعینوکارونه په راز راز پلموځنډول کیدل، خو اوس موږ هڅه کوو څود ښاریانو درضایت ترلاسه کولو په موخه، دهغوی قانوني کارونه په خپل وخت اجرا شي.
کابل ښاروال له یوشمیر ښاریانوسره ولیدل
10 جدی 1401