د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دویمې ناحیې په یوشمیر سیمو کې ښاري نظم رامنځته شوی

10 جدی 1401

9108.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم کمیسیون له لوري د ښار یو شمیرمرکزي سیمې لکه، ده افغانان، د زیر زمینۍ سر، آسمايي واټ، فروشګاه، نادر پښتون واټ او ترڅیرمه یې د اوبو فوارې برخه له ښاري بې نظمیو  څخه پاکې شوې دي. په دې سیمو کې د موټرو خپلسري تم ځایونه او ګرځنده پلورونکي، چې د لارو او سړکونو د بندېدو لامل ګرځیدلي وو، تنظیم او ټاکلو سیمو ته لیږدول شوي دي. دغه راز د عملیاتو په لړ کې د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو او د نورو اصنافو سرغړونو ته درسېدنې سربیره یو شمیرسرغړونکي هم تادیب شول. د دویمې ناحیې مسئولان هره ورځ د ښار مرکزي سیمې څاري، څو د ښاریانو د تګ راتګ  او دترافیکي بهیرپر وړاندې بیا ځل ستونزې او خنډونه رامنځته نشي. ښاري ژوند په یو لړ ښاري اصولو او قوانینو پورې تړلی دي، چې موږ ټول باید د ښاري سوکالۍ په موخه، هغه په پام کې ونیسو.