د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحيې د مسوولانو او سیمه ییزو شورا ګانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

10 جدی 1401

9110.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ستونزو د پیژندلو اوهغو ته دحل لاور چارو د موندلو په موخه، دکابل ښاروالۍ د څلورمې ناحیې، د اړونده امنیتي حوزې د مسوولانو، دیني علماوو، ګذروکيلانو، ځوانانو، کارپوهانو، ټولنيزو، د خلکو شوراګانو او د یادې ناحيې د بېلابېلواصنافو د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د څلورمې ناحیې رییس مولوي عبدالرحمن رباني، په خپلو پلانونو او کاري پروګرامونو باندې رڼا واچوله وویل: د دې ناحیې د اوسیدونکو په وړاندې د ستونزو له منځته وړلو او دوی ته د هوساینې او آسانتیاوو رامنځته کولو  په پار به له هیڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونکړي. نوموړي خپل ځان د خلکوخادم او خدمتګار وباله او له اړونده مسوولانو او ښاریانوڅخه یې غوښتنه وکړه څود سیمه ییزو او ښاري ستونزو دله منځه وړلو په موخه، یوبل سره مرسته وکړي. مولوي رباني زیاته کړه چې، په ښاري مسایلوکې د خلکوګډون اود هغوی پریکړې، دکابل ښاروالۍ له پراختیایي پلانونو او ښې حکومت دارۍ څخه د خلکو ملاتړ، زموږ ستره موخه ده. وروسته د غونډې یوشمیر ګډون والوپه وارسره د ښاریانو او اړوندو مسوولانو ترمنځ د اعتماد د فضا رامنځته کولو، ښې حکومت دارۍ او دمسوولیت منلو په اړه خبرې وکړې او له مسوولانوسره یې د بیلابیلو مسایلو په اړه دخپلو وړاندیزونو او نظرونو له شریکولو سربیره، دکابل ښاروالۍ له پلانونوڅخه خپل ملاتړ هم اعلان کړ. د غونډې په پای کې د یادې ناحیې رییس وویل چې، د ښارآبادي، د هوسا ښاري ژوند رامنځته کول او دښاریانو په وړاندې د شته ستونزو له منځه وړل، زموږ ټولو مسوولیت دی. همدا شان نوموړي له ښاریانو وغوښتل څود ښاري پلانونوپه پلي کولوکې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.