د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شهر نو پارک د بیارغونې چارې روانې دي

11 جدی 1401

9111.jpg (1820 × 1024)

د شنوسیمو او تفریحي ځایونو د پراختیا په موخه، په معیاري توګه د شهرنو پارک بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د تیږو د تولید فابریکې له تولیداتوڅخه په ګټه اخیستنې، د یاد پارک دننه ( ۵۲۴۶) مترمربع پلې لارې جوړ شوې او په پاتې نورو برخویې کارونه روان دی او دغه راز د دغه پارک په د ننه کې سړک هم په بنسټیزه توګه بیارغول شوی دی. د شهرنوپارک د بیارغونې په دې پروژه کې د زرغونوسیموپراخول، د خړوب قطره اي سیسټم رامنځته کول، تیپیک کانتینونو، د لوبغالو او د اوبو د فوارو جوړول، د اوږدو څوکیو او تفریحي وسایلو نصب، او د ګلدانونو بیارغونه شامل دي، چې یو پر بل پسې به یې کارونه ترسره شي. د شهرنو پارک چې په څلورمه ناحیه کې د کابل ښار یو له مهمو پارکونو څخه شمېرل کیږي، ( ۹۲۳۴۸) متر مربع پراخوالی لري، چې له بیا رغولووروسته به یې ښاریان په یاد پارک کې د مثبتو بدلونونو شاهدان و اوسي.