الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د شپږمې او دیارلسمې ناحیو له اوسېدونکو سره وکتل

11 جدی 1401

9112.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو ستونزو ته د رسېدو په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د شپږمې او دیارلسمې ناحیو د اوسېدونکو له استازو سره له نږدې ولیدل. په دې کتنه کې د یادو ناحیو اوسېدونکو په چاپیریالي او سیمه ییزو برخو کې خپلې ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل: له نیکه مرغه چې کابل ښاروالۍ  اوس مهال د ناحیو د ودې لپاره د برابرې پراختیا له اصل څخه کار اخلي او په خپلو پلانونو کې یې ټولو ناحیو ته ځای ورکړی دی. کابل ښاروالۍ د ناحیو جغرافیایي موقعیت او د هغو د وګړو شمېر ته په کتو د ښو خدمتونو  وړاندې کولو په موخه، د سړک جوړولو له پروژو سربېره د شپږمې او دیارلسمې ناحیو د پراختیا لپاره نوی پلان جوړ کړی، چې د راتلونکي کال په پیل کې به پلی شي. همدا شان کابل ښاروال له دوی څخه وغوښتل څو د پروګرامونو او پلانونو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي اړوندو مسئولانو ته لارښونه وکړه چې، د شپږمې او دیارلسمې ناحیو د اوسېدونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.