الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپېریال د ککړتیا مخنیوي په موخه، څارنې دوام لري

11 جدی 1401

9113.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکو له لوري د چاپېریال له ساتنې څارنې روانې دي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي. په ودانیو کې د لوګي د تصفیې لپاره د فلټر نشتون، د ډبرو له سکرو  څخه ډیره او بې ځایه ګټه اخیستنه او د نورو غیر معیاري سون توکو سوځول، د چاپېریال ساتنې د برخې سرغړونې دي. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکو د څارنو په پایله کې د لسګونو ودانیو له مالکانو څخه، چې سرغړونې یې درلودې ژمنه واخیستل شوه او دوی ته وویل شول څو هر څه ژر د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر نصب کړي، له دې پرته به یې د مرکز ګرمۍ سیسټم بندکړل شي.