د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې د ۱۳ م ګذر اوسېدونکو په شخصي لګښت خپلې کوڅې کانکریټ کړې دي

11 جدی 1401

9114.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې د دیارلسم ګذر اوسیدونکو په خپل شخصي لګښت خپلې کوڅې کانکریټ کړې دي، چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دوی دا نیک کار ستايي. د نهمې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات وویل چې، د نهمې ناحیې د یاد ګذر د وکیل په هڅو  سره د (۲۷۰۰) مترو په اوږدو کوڅې په بنسټیزه توګه کانکریټ شوې دي. دغه راز د سیمې اوسېدونکي هڅول شوي  څو د خپلو کورونو دېوالونه په خپله رنګ کړي، چې له نیکه مرغه د یاد ګذر ډیری اوسېدونکو دا کار کړی دی. د نهمې ناحیې د رئیس په وینا ، ددیارلسم ګذر اوسیدونکي د ښاري خدمتونو د محصول په ورکولو کې هم مخکښ دي، چې د دوی دا کار هم د ستایلو وړ دی. د یاد ګذر اوسیدونکي پلان لري، څو د یوالي پر بنسټ د یوې شنې سیمې او پارک د جوړولو په برخه کې هم خپله ونډه پرځای کړي. کابل ښاروالي له ټولو ښاریانو هیله کوي چې، د آبادۍ، زرغونتیا او د خپلو سیمو د ساتلو په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.