د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې په ۱۶م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

11 جدی 1401

9115.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د خدمتونو ادارې ( UNOPS) په مالي ملاتړ د څلورمې ناحیې په ۱۶ م ګذر کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي، د شاوخوا سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کوڅو کانکریټ چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. په یادو مراسمو کې د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په داسې حال کې چې د امنیتي حوزې آمر او د سیمې اوسېدونکو ګډون درلود وویل چې، کابل ښاروالي ښاریانو ته د ټولنیزو او ښاري آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې ژمنتیا لري او د ټولګټو پروژو چارې به یو پر بل پسې پلې شي. نوموړي هیله وکړه چې د پروژو په پلي کېدو کې به ښاریان خپلې همکارۍ ونه سپموي. د یادو کوڅو او فرعي سړکونو په جوړېدو سره به نه یوازې په چاپیریالي برخه کې غوره بدلون راشي، بلکې په ژمي کې به د ښاریانو د خټو او خاورو ستونزې هم حل شي.