د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوشحال خان مېنې په( ب او ج) برخوکې د دوو نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

13 جدی 1401

9118.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند خوشحال خان مېنې په (ب او ج) برخوکې د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو سره، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دوو نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.  د یادې سیمې په (ج) برخه کې د(۱۰۵۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) متر پراخوالي سره د یوه  سړک چارې چې، د شیرولي وردګ سړک له قلعه وزیر سیمې سره نښولي، (۹۰)  سلنه مخ ته تللې دي. همدا راز د ددې سیمې په (ج) برخه کې د (۹۵۱) مترو په اوږدو او (۳۰) متر پراخوالي سره د یوه بل نښلوونکي سړک د جوړولو چارې،   چې د قمبر څلورلارې ته مخامخ سړک د کمپنۍ له سړک سره نښلوي،  (۲۰) سلنه مخ ته تللې دي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوی او کارکونکي هڅه کوي څو د دغو سړکونو د جوړولو چارې ډير ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې، د دغو سړکونو په جوړیدو سره به له یوې خوا په یادو سیموکې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت و مومي او بل خوا به ښاریانو ته ټولنیزې آسانتیاوې هم رامنځته شي.