د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوسپنې ویلې کولو فابریکې ملي سټیل د لوګي د تصفیې لپاره معیاري فلتر نصب کړ

13 جدی 1401

9120.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د هوا ککړتیا راکمولو په موخه د کابل په صنعتي پارکونو کې ملي سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ( ۱۶۰ ) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګي د تصفیې لپاره معیاري فلټر نصب کړ. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د فابریکې د مسئولانو دا پر ځای او نیک اقدام وستایه. د ملي سټیل فابریکې له لوري دا نصب شوی فلټر ۹۹ سلنه لوګی تصفیه کوي او له لوګي څخه یې د پنسل او د بوټو رنګ په جوړولو کې ګټه اخلي. د دوی دا کار به د چاپیریال ساتنې په برخه کې ګټور تمام شي او له بل لوري به د ګټورو ارزونو په پایله کې د پانګې اچونې ودې ته زمینه برابره شي.  د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال د فابریکې د مالک هڅولو سربېره ، هیله وښوده چې نورې فابریکې به هم د لوګي د تصفیې لپاره معیاري فلټرونه نصب کړي. د صنعتي پارکونو په فابریکو کې د لوګي د تصفیې لپاره د فلټرونو نصبول حتمي او ضروري دي. د یادونې وړ ده چې په یاد فابریکه کې د لوګي د تصفیې لپاره نصب شوی فلټر د یوه افغان انجنیر له لوري د هېواد په د ننه کې جوړ شوی دی، چې دا چاره په نېږدې راتلونکې کې د افغانانو په صنعتي کېدو دلالت کوي.