الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ده افغانانو درې لارې د ښکلا چارې پیل شوې

14 جدی 1401

9121.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې اړوند د ده افغانانو درې لارې ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې، د ښار په دې مرکزي برخه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د یوه خصوصي شرکت په مرسته د ښکلا یو سمبول جوړیږي. نوموړي له هغو سوداګرو او داخلي متشبیثینو چې، د ښاری ښکلا په پروګرام کې یې برخه کې اخیستتې ده مننه وکړه. د کابل ښاروالۍ د کلتوری چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، په دې درې لارې کې به د ( ۸ ) مترو په لوړوالي د ښکلا یو سمبول په بنسټیزه توګه د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په ارزښت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې جوړ شي. د یاد سمبول په شاخوا کې زرغونه سیمه، د اوبو فوارې، د ښکلا څراغونه، زینتي بوټي او د کټارو او جدولونو نصبول په پام کې نیول شوي دي. د خصوصي شرکت مسئول وویل چې، د دې سمبول په جوړولو کې د هیواد له داخلي تولید شویو تیږو څخه کار اخیستل کیږي او د غوره کیفیت له مخې به یې چارې بشپړې شي. د ښار په کچه د ښاري ښکلا پروګرامونو په پلي کولو سره به د ښاریانو په رواني دید کې غوره بدلون راشي.