الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

صدارت څلورلارې ته څیرمه د جدولونو د جوړولو او نصب چارې بشپړې شوې

14 جدی 1401

9122.jpg (1820 × 1024)

صدارت څلورلارې ته څېرمه د سړک د جدولونو جوړولو او نصب چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې، بشپړې شوې. د ترافيکي جریان د ویش په موخه په دې ځای کې د ۱۹۰ متره په اوږدوالي جدولونه په معیاري توګه جوړ شوي دي

ټاکل شوې ده د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ او ښاري ترانسپورټ ریاست له لوري یاد جدولونه رنګ هم شي. په همدې توګه به د زرغونتیا ریاست له لوري د یاد سړک په ګلدانونو کې چمن وکرل شي او زینتي ونې او بوټي به پکې کینول شي. د ښار په کچه د ترانسپورټي او ترافیکي زیریناو جوړول د کابل ښاروالۍ له مسئولیتونو شمېرل کیږي چې، په وروستیو کې ورته ډیره پاملرنه شوې ده.