الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

خبرتیا

17 جدی 1401

9125.jpg (1000 × 1000)

د لښتیو د اوسپنیزو پوښونو او نورو ښاري تاسیساتو غله او هغه څوک چې له غلو یاد پوښونه اخلي،مجازات کیږي! لیدل کیږي چې، یو شمېر فرصت غوښتونکي د ښار په کچه له لښتیو اوسپنیز پوښونه غلا کوي او بیا یې پلوري. کابل ښاروالي دا موضوع په جدي توګه څیړي او له ښاریانو او امنیتي ځواکونو هم هیله لري، چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. هیله ده د یادو اوسپنیزو جالیو او پوښونو د غلا لیدلو پرمهال کابل ښاروالۍ ته خبر ورکړئ. د عامه تاسیساتو د غلا او ویجاړولو سرغړونکي او هغه څوک چې دا پوښونه او تاسیسات اخلي مجازات کیږي.