د کابل ښاروالۍ له لوري او دملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې ( UNOPS) په مالي ملاتړ، د اوومې ناحیې په ۲۹م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. یاد سړک ۹۷۸ متره اوږدوالی او ۴ متره پراخوالی لري چې، د چهلستون اصلي سړک له پډولې سړک سره نښلوي د دې سړک په جوړېدو سره به د اړوند سیمو د اوسیدونکو موسمي ستونزې حل او ورسره جوخت به ډېر شمېر ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې هم رامنځته شي.
د اوومې ناحیې د ۲۹م ګذر فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي
17 جدی 1401