الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې له ګذر وکیلانو دیني عالمانو او ځوانانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

17 جدی 1401

9128.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د کابل ښاروالۍ د پیغام رسولو، د ښاري فرهنګ د ودې او د عامه تاسیساتو د ساتنې په موخه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د اتمې ناحیې له ګذر وکیلانو، ځوانانو او دیني عالمانو سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په یاده غونډه کې ګذر وکیلانو ته یو شمېر سپارښتنې وکړې او ویې ویل چې، اړینه ده ګذر وکیلان د خلکو په مینځ کې غوره نوم ولري او د ښو اخلاقو بېلګه وي. نوموړي زیاته کړه چې، د ژمي په موسم کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې باید ګذر وکیلان خپل مسئولیتونه ادا کړي او د خپل ګذر اوسیدونکي وهڅوي، څو د ځمکې اوبو د غښتلي کولو په موخه د واورو او باران اوبه په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد  په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونوال وهڅول څو له کابل ښاروالۍ سره په ګډه د ښار په آبادۍ کې خپل مسئولیت ادا کړي او خلک د ښاري فرهنګ په پام کې نیولو ته وهڅوي. په یاده غونډه کې مولوی عبدالحی حکیمی د اتمې ناحیې رئیس، د یادې ناحیې د عالمانو او ګذر وکیلانو شوراګانو رئیسانو هم خبرې وکړې او ښاریان یې په ښاري برخو کې فردي او ټولنیزو مسئولیتونو ترسره کولو ته را وبلل په پای کې د ښار په اړه یو شمېر ویډیويي پیغامونه نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل.