د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

(۱۶۰۰) کیلو بې کیفیته خوراکي توکي راټول او ولیږدول شول

18 جدی 1401

9129.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د اوومې ناحیې د مسئولانو د هڅو په پایله کې، د یادې ناحیې له هټیو، لویو پلورنځیو او مالګدامونو څخه(۱۶۰۰)  کیلو بې کیفیته خوراکي او روغتیايي توکي، چې د مصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول.د اوومې ناحیې د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې عمومي مدیر محمد صدیق کاکړ په دې اړه وویل: هره ورځ د یادې ناحیې په بازارونو کې د حفظ الصحې له پام کې نیولو څخه څارنه کوي.د نوموړي په وینا په راټول شویو توکو کې نوشابه، بیسکویت، چاکلیت، کنسل، شامپو، صابون او نور توکي شامل دي چې له منځه به یوړل شي. په همدې توګه د څارنو په لړکې لسګونه لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا سبب ګرځیدلي وو، راټول او له منځه یوړل شول. ښاغلي کاکړ له ښاریانو څخه هیله وکړه څو د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پر وخت د هغو نیټې او کیفیت ته جدي پام وکړي.