د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

20 جدی 1401

9130.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورت مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر تر څارنې لاندې، د هوايي ډګر سړک په اوږدوکې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو. د یادې سیمې فعالیت کوونکو اصنافو ته تر خبرتیا وروسته د سړک دواړه غاړې، د عامې روغتیا له څلورلارې څخه د هوايي ډګر تر څلورلارې پورې د ښاري بې نظمیو له شتون څخه په بشپړه توګه پاک شوې. دغه راز د یاد سړک په اوږدوکې، د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو، ګرځنده پلورونکو، د موټرو خپلسرو تم ځایونو او نورو بې نظمیو ته، چې د یاد سړک د بندېدو لامل ګرځېدلې وې، رسېدنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو او ښاري ترانسپورټ مرستیال په یاده سیمه کې د نظم ساتنې په موخه مسئولانو ته لارښونې وکړې او ویې ویل چې، د یاد سړک په اوږدو کې پلې لارې، ګلدانونه، لښتي او د سړک حریم باید له ښاري بې نظمیو او نورو خنډونوڅخه پاک شي. د نوموړي په وینا د زرغونتیا،د ښار پاکوالي، په واټونو د کرښو اچولو، د ترافیکي نښو د نصب او فعالولو او نورو اړوند برخو کې به لا ډېرې هڅې وشي. هوايي ډګر ته غځیدلي سړکونه د کابل ښار مهم سړکونه بلل کیږي، چې ټول ښاریان ترې ګته اخلي او له بل لوري په دې سړکونو کورني او بهرني میلمانه او چارواکي هم تګ راتګ کوي.

هڅه کیږي چې، د یادو سیمو ښاري نظم او ښکلا لا ډېره او وساتل شي. د یادولو وړ ده چې، د ښاري نظم دغه عملیاتي پلان به د نهمې، لسمې او پنځلسمې ناحیو په اړوند سیمو او د مطبعې او شهید هنګرا په څلورلارو کې هم پلی شي. همدا راز کابل ښاروالۍ په پام کې لري څو دغه سړک، د عامې روغتیا له څلورلارې څخه ت هوایي ډګر څلورلارې او بیا تر شهید(هنګرا) څلورلارې پورې په یوه نمونوي سړک بدل کړي.