د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ژوبڼ مخې ته په پلو لارو کې د کټارو نصب چارې روانې دي

20 جدی 1401

9134.jpg (1024 × 576)

د ښاري ښکلا او ترافیکي بهیر د جلاکولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د کابل ژوبڼ مخې ته په پلو لارو کې د کټارو د نصب چارې روانې دي. د کابل ژوبڼ رئیس ښاغلی عزیزګل ثاقب په دې اړه وویل: په پلو لارو کې د ګرځنده پلورونکو د فعالیت د مخنیوي او د کابل ژوبڼ له سیمو څخه د ساتنې، په ځانګړې توګه نندارچیانو ته د آسانتیاو برابرولو په موخه، د (۵۲۰) متره په اوږدوالي او د (۱۲۰) سانتي متره په لوړوالي سره د کابل ژوبڼ مخې ته د پلو لارو کټارې نصبولو چارې روانې دي. د نوموړي په وینا د یادو کټارو په جوړلو کې له با کیفیته توکو کار اخیستل کیږي او له جوړېدو وروسته به یې د رنګولو چارې هم پیل شي، چې تر راتلونکي پسرلي پورې به پکې ګلدانونه ځای پر ځای او په راز راز ګلانو به ښکلې شي. کابل ښاروالۍ د ترافیکي او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کول خپل مسئولیت ګڼي، چې په همدې موخه یې د ښار په بېلابېل سیمو کېد پام وړ کارونه ترسره کړي دي.