الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

آزادۍ څلي ته د غځېدلو سړکونو د پراخه کولو او بیارغونې چارې روانې دي

20 جدی 1401

9139.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري آزادۍ څلي ته د غځېدلو سړکونو د پراختیا او بیارغونې چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د یادو سړکونو د بیارغونې او پراختیا په چارو کې د سړکونو د کرښو بېلول، د جدولونو نصب او د ګلدانونو په جوړښت کې بدلون راوستل شامل دي. تر اوسه د کابل- لوګر سړک په پیل کې د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د جدلونو د نصب، د آزادۍ څلي پر لور د کارته نو سړک د  ۱۰۰ متر مربع په پراخوالي د بیارغونې او پراختیا  او د میوند واټ پر لور سړک د ۳۰۰ متر مربع په پراخوالي د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.  دغه راز د کانکریټي جدولونو په اېښودلو سره د میوند واټ تر خولې او د پل محمود خان پر لور د موټرو د تګ مسیرونه بېل شوي دي. کابل ښاروالي د ترافیکي او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کول خپل مسئولیت ګڼي، چې په همدې موخه یې د ښار په بېلابېل سیمو کې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.