د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د نهمې ناحیې له سیمه ایزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

21 جدی 1401

9142.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ د ودې او د عامه تاسیساتو د ساتنې په موخه د نهمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو. په یاده غونډه کې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې، اوس د دې وخت رارسيدلى دی چې، د آبادۍ، زرغونتیا، پاکوالي، د قانون حاکميت او د اصیل افغاني او اسلامي فرهنګ رامنځته کولو لپاره لاسونه سره يو کړو. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې کابل ښاریان دې دژمي په موسم کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمښت او همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه، د واورې او باران اوبه زیرمه او په دې برخه کې دې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.  د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپلو خبرو کې وویل چې، د عامه پوهاوي د دا ډول غونډو له ترسره کېدو څخه یې موخه، د ښار په وړاندې د ښاریانو د مسوولیت احساس را ژوندی کول دي، څو د ګډې همکارۍ په روحیې سره کابل ښار آباد او ښاري نظم پکې خوندي شي. په دې غونډه کې دیني عالمانو او د خلکو استازو په وار سره د فردي او ټولنیزو مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او د راتلونکې لپاره یې د کابل ښاروالۍ له پلانونو څخه خوښي او ملاتړ څرګند کړ. د غونډې په پای کې د عامه پوهاوي ریاست له خوا د ښاري مسایلو په اړه ګډونوالو ته ویډیويي پیغامونه وړاندې شول.