الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د انصاري څلورلارې د ښکلا چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

21 جدی 1401

9144.jpg (1820 × 1024)

د انصاري څلورلارې د ښکلا چارې بشپړې او په ټولنيزو او فرهنګي چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبيب الرحمن منصور له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. په ټولنيزو او فرهنګي چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال خبرې وکړې او وويل: د کابل ښار په کچه د څلور لارو د رغولو او ښکلا په لړکې،د  انصاري څلورلارې د ښکلا کار د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رياست له خوا د پامير ګروپ شرکت په مرسته بشپړ شو.  نوموړي زیاته کړه چې،موږ د خصوصي سکټور له نیکو احساساتو څخه مننه کوو چې د ښار په آبادولو کې یې برخه اخیستې ده. د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رييس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وويل: د ښکلا دغه سمبول چې (۸) متره لوړوالی لري د يو ميليون افغانيو په لګښت د يوې مياشتې په موده کې جوړ شوى دی. نوموړي زیاته کړه چې، دا کار د کابل ښار ښکلا زیاتوي او د ښاریانو په فکري لیدکې مثبتې اغېزلري. هغه له خصوصي سکتور او ملي سوداګرو څخه هیله وکړه، چې د ښاري ښکلا په برخه کې له دې ادارې سره مرسته وکړي. خصوصي سکتور او سوداګر چې د ښار په ښکلا او پراختیا کې د مرستې لیوالتیا لري، کابل ښاروالۍ دوی ته لازمې آسانتیاوې برابروي. د پامیر ګروپ د شرکتونو مشر غلام ربانی عباس وویل، ددې منار په جوړولو کې لوړ کیفیت لرونکي مواد کارول شوي، چې د لمر او باران په وړاندې مقاومت لري. هغه د کابل ښاروالۍ د ښکلا په پروګرام کې له خپل ګډون څخه خوښي څرګنده کړه.