
د سړکونو له بندېدو څخه د مخنیوي په موخه د پغمان بازار پر سړک، خیرخانې کوتل او د کارته سخي د غره لمن پر سړک د مالګې اچولو او واورې پاکولو چارې روانې دي. کابل ښاروالي په ژمي او سړو موسم کې د کابل ښار د سړکونو او ترافیکي جریان بندېدو د مخنیوي لپاره چمتوالی لري. د کابل ښاروالۍ مشرتابه او پرسونل کابل ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي او هیڅ ډول هڅې به دریغ نه کړي.


