الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه

22 جدی 1401

9150.jpg (1820 × 1024)

د غوره خدماتي او پراختیايي پلانونو او پروګرامونو پلي کولو په موخه، دکابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍترسره شوه.  په غونډه کابل ښاروال د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو چټکتیا، د پروژو  سروې او ډیزاین، د یو شمېر زیربنايي پروژو د تدارکاتي برخې، د وسایلو او تجهیزاتو اخیستل، ښاري نظم او له شته سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې په اړه اړوند مسئولانو ته سپارښتنې وکړې، ترڅو د ښاري چوپړتیاوو په وړاندې کولو او ښاري مدیریت کې د پام وړ بدلون راشي. کابل ښاروال وویل چې، د ۱۴۰۲  کال پروګرامونه او پلانونه دې د ښارد لرلید او تلپاتې پراختیا لپاره دې برابرې پراختیا او لومړیتوب ته په کتو  جوړ شي په یادو پلانونو کې، د سړکونو جوړول او روښانه کول، د پلو لارو، کانالونو، لښتیو، پلونو، پلچکونو پارکونو، شنوسیمو جوړول، د ماشینرۍ وسایطو پېرل، د یو شمېر پروژو ډیزاین او د ښاري تاسیساتو بیارغونه شامل دي. د ۱۴۰۲ کال پرمختیايي پلان به له تخنیکي مسئولانو سره د مشورو پر بنسټ جوړ شي.