د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دې ادارې له مراجعینو سره ولیدل

22 جدی 1401

9156.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د ښاریانو ستونزو او عریضو ته د رسېدو په موخه، د دې ادارې له یو شمیر مراجعینو سره ولیدل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال اړوند مسئولانو ته سپارښتنه وکړه څو د ښاریانو عریضو ته پر وخت رسېدنه وکړي. نوموړي وویل چې، موږ خلکو ته په ریښتیني توګه د خدمت کولو مسئولیت لرو او د ښاریانو قانوني کارونه باید هرڅه ژر ترسره شي. د کابل ښاروال په وینا، د دې ادارې هیڅ مسئول حق نه لري، چې د ښاریانو د قانوني کارونو په ترسره کولو کې پلمې ولټوي او یا ناغیړي وکړي. نوموړي هغه ښاریانو ته چې، ستونزې یې درلودې ډاډ ورکړ چې، د امکاناتو په پام کې نیولو سره به یې ښاري او سیمه ییزو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي ، څو دوی ته آسانتیاوې رامنځته او رضایت یې ترلاسه شي.