د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا او د کار ساتنې او مراقبت ریاستونو له لوري، د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍچوک پورې د سړک منځ ګلدان دبیا رغونې چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د دې ګلدان د بیارغونې په پروژه کې د خاورې بدلول، چمن کرل او د ونو او نیالګیو اصلاح کول او د پلو لارو د دهلیزونو جوړول شامل دي د کرنیزې خاورې لیږدول او د ګلدانونو د خړوب سیستم رامنځته کول هغه چارې دي چې، په ښه توګه به ترسره شي. د ښاري تاسیساتو پراختیا او ساتنه، د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي، چې په وروستیو کې ورته ډیره پاملرنه شوې ده.
له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ چوک پورې د سړک منځ ګلدان د بیارغونې چارې روانې دي
25 جدی 1401