د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د پانګې اچونې کمېټې غونډه ترسره کړه

25 جدی 1401

9166.jpg (1820 × 1024)

په یوه غوره تفریحي سیمه د جهان پارک بدلولو او د بګرامیو په منډوي کې د اقتصادې طرحې وړاندې کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د پانګه اچونې کمېټې غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په یاده غونډه کې د جهان پارک په اړه چې په طرحه کې یې د یوه جومات، کلتوري مرکز، معیاري رسټورانت، سوداګریز مارکیټ، سپورتي لوبغالو، د لامبو حوض، تشنابونو او د وسایطو د پارکینګ جوړول، د بلبورډونو او روښنایۍ څراغونو نصب او د زرغونې سیمې پراختیا پکې شامل دي او دغه راز د بګرامیو د منډوي سوداګریزه طرحه چې د سړو خونو، مارکیټ او نورو د اړتیا وړ ځایونو جوړول پکې شامل دي، بحث ته وړاندې شوې. کابل ښاروال وویل چې، د ښار د آبادۍ او پانګه اچونې د ودې په موخه کابل ښاروالي د داخلي خصوصي سکټور لپاره د شپاړلسمې ناحیې اړوند د بګرامیو له منډوي څخه د غوره ګټې اخیستنې په برخه کې غوره آسانتیاوې برابروي، څو په یاده سیمه کې د غوره بدلون شاهدان و اوسو. نوموړي زیاته کړه چې، د جهان پارک لپاره چې د کابل ښار په شمالي سیمه یوولسمه ناحیه کې موقعیت لري، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري هڅې روانې دي، څو یاد پارک په یوه غوره او ډاډمنه تفریحي سیمه بدل شي. کابل ښاروال مسئولانو ته لارښونه وکړه چې، د غوره پلانونو په ترتیب کولو سره دې د پانګه اچونې او د عوایدو د لوړولو په موخه د یادو سیمو د پراختیا او ودې لپاره حقوقي او تدارکاتي ګامونه پورته کړي.