د لومړۍ ناحیې اړوند د ابن سینا روغتون مخې ته تر لاهوري دروازې پورې دسړک دواړو غاړو ته د (۱۰۵۰) مترو په اوږدوالي او (۲)متره پراخوالي سره، د پلولارو د جوړو لوچارې چې، څه موده وړاندې د جاپان هیواد په مالي مرسته او د (UNOPS) دفتر په همکارۍ پیل شوې،ډېر ژربه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ددغو پلو لارو په جوړولوکې د انترلاک تیږې کارول شوې، چې د پلو لارویانو په تیره ماشومانو او دډیر عمر لرونکو ښاریانو لپاره یې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د ابن سینا روغتون مخې ته تر لاهوري دروازې پورې دپلولارو د جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
25 جدی 1401