د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا د مسئولانو له لوري د کابل ښار په بیلا بیلو ناحیو کې په حمامونو او لوړ پوړیزو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له څرنګوالي څارنه او پلټنه وشوه. له سرغړونکو ژمنه واخیستل شوه، څو هر څه ژر د مرکز ګرمۍ له سیسټم د ګټې اخیستنې پر مهال د لوګي د تصفیې فلټر نصب او فعال کړي. کابل ښاروالي یو ځل بیا هغه کسانو ته چې د هوا د ککړتیا سبب ګرځي، خبر ورکوي چې، په خپلو سیسټمونو کې د لوګي د تصفیې فلټر نصب کړي، له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
د لوګي د تصفیې فلټرونو له نصب او فعالیت څارنه وشوه
25 جدی 1401