د وزیرمحمداکبرخان او قلعه موسی تر منځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پلان د پلي کولو په موخه، د یاد سړک په اوږدوکې د خنډونو لرې کولو چارې روانې دي. کله چې د خنډونو لرې کولو او پاکولو چارې بشپړې شوې، نو ورسره جوخت به د یاد سړک د جوړولو بنسټیز کار د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو سره، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شي. دغه سړک جوړولو په پروژه کې چې، (۱۰۸۴) متر اوږدوالی او (۲۰) متره پراخوالی لري، استنادي دیوال، پلې لار او د سړک غاړې ویالې هم شامل دي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د وزیرمحمداکبرخان او ور څیرمه سیموکې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بل خوا به د سیمې اوسیدونکو ته په بیلا بیلو برخوکې آسانتیاوې هم رامنځته شي. سړکونه د ښارونو اقتصادي رګونه دي، د سړک جوړولو د پروژو په پلي کولوکې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړئ!
د وزیرمحمداکبرخان او قلعه موسی تر منځ د نوي نښلوونکي سړک په اوږدوکې د خنډونو لرې کولو چارې روانې دي
27 جدی 1401