الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښارکې د هوا ککړونکي ځایونه کنترول او وپلټل شول

27 جدی 1401

9180.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د هوا دککړتیا مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې ریاست کارکوونکو، د تیرو (۳) کاري ورځو په بهیرکې(شپه او ورځ) د ښار په بیلابیلوسیموکې د(۵۷)  ودانیو د مرکزګرمیو د لوګې د تصفیې  فلټر او حمامونه کنترول او و پلټل، چې په پایله کې سرغړوونکو ته د چاپیریال د پاک ساتو په اړه سپارښتنې وشوې او ژمنه ترې واخیستل شوه ترڅو خپل د لوګي د تصفیې فلټر فعاله کړي، له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د هوا د سړېدو سره سم  د کابل ښاروالۍ له لوري د دا ډول کنترول او پلټنې لړۍ پیل شوې، چې له امله یې په سلهاوو د مرکز ګرمیو د لوګي د تصفیې فلټرونه فعال او یا خو نوي نصب شوي دي.