د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې د سیمه ییزو شوراګانو لپاره د ښاري کلتور د ترویج په اړه دعامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

27 جدی 1401

9182.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ د رواجولو او ژوندي کولو په موخه، په ټولنیزو او فرهنګي چاروکې د کابل ښاروالۍ  مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ،د لسمې ناحیې د علماوو، ګذروکیلانو او ځوانانو شوراګانو ته د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارومرستیال د اصیل افغاني او اسلامي فرهنګ د بيا را ژوندي کولو او ترویج  کولو په اړه خبرې وکړې ويې ويل:  اړینه ده چې موږ ټول د آبادۍ، زرغونتيا، پاکوالي او قانونيت لپاره لاس په کار شو. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، د شوراګانو له لارې دې خلک وهڅول شي ترڅو په روان ژمي کې د کابل ښار هوا د ککړتیا مخنیوي او کمولو ته پاملرنه ولري او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه دې د واورې او باران اوبه زیرمه کړي. همدا راز دکابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپلو خبروکې وویل چې، د عامه پوهاوي د پروګرامونو له جوړیدو څخه یې موخه ،د ښاري فرهنګ را ژوندي کول دي. نوموړي زیاته کړه چې  د ګډې همکارۍ په روحیې سره به ډېر ژر کابل ښار د یو عمومي نظم او تل پاتې آبادۍ خاوند شي.  د پروګرام په بله برخه کې د دولسمې ناحيې رييس نورالوهاب، د دوه ویشت ګونو ناحیو د وکيلانو د شورا رييس عبدالمجيب صافي، او د خلکو استازو په جلا جلا توګه د مسووليت د احساس لرو په اړه خبرې وکړې او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په اړه یې خوښي څرګنده کړه. د پرګرام په پای کې د عامه پوهاوي ریاست له خوا د ښاري مسایلو په اړه ویډیويي پیغامونه ګډونوالو ته وړاندې شول.