الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کارته مامورین څلورلارې کې ترافیکي اشارې نصب او فعال شوې

28 جدی 1401

9184.jpg (1820 × 1024)

په کارته مامورین څلورلارې کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ترافیکي اشارې( سیګنالایز) له نصب او فعالولو وروسته، یاده څلورلارې د کابل ترافیکو ریاست ته وسپارل شوه. یاده څلورلارې تر چارو بشپړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ او ښاري ترانسپورټ ریاست  او د کابل ترافیکو ریاست له لوري ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه. دا څلورلارې مخکې په جزیره يي بڼه وه، چې له ترافیکي اړخه یې د دې وړتیا نه درلوده څو ترافیکي غوښتنو ته ځواب ووايي. تر بنسټیزو چارو وروسته د یادې څلورلارې هندسي بڼه بدله شوه او اوس د لمریزې برښنا په وسیله په ترافیکي نښو او څراغونو سمبال شوه، چې ورسره به ترافیکي نظم ښه والی ومومي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ او ښاري ترانسپورټ ریاست به په نېږدې راتلونکې کې کارته مامورین څلورلارې ته په غځېدلو سړکونوکې ترافیکي کرښې هم جوړې کړي.