د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړکونو او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

28 جدی 1401

9186.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند په جنګلک سیمه کې د سړک او کوڅو، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په پنځلسم بلاک کې د دوه سړکونو او د دغې  ناحیې په ۲۵م ګذر کې د یوه سړک او یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغو مراسموکې  چې له همدې امله جوړ شوي وو، کابل ښاروال په خپلو خبرو کې د ریښتني خدمت کولو ژمنه یو ځل بیا تازه کړه او ویې ویل چې، د لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونو په پلي کولو سره، اوس مهال د کابل ښار معیاري او تلپاتې ودې ته زمینه برابره شوې ده. د نوموړي په وینا،د برابرې پراختیا په پام کې نیولو سره ګټور او ارزول شوي پلانونه جوړ شوي دي، چې پر بنسټ به یې په راتلونکي نوي کال کې د ډیرو شمېر خامه (خاورین) سړکونو اوکوڅو د جوړولو په اړه ګامونه پورته شي کابل ښاروال له ښاریانو وغوښتل چې، د سړکونو، کوڅو او نورو تاسیساتو په ساتنه کې دې د کابل ښاروالۍ ملتیا وکړي. په جنګلک سیمه کې د (۱۹۲۸) مترو په اوږدوالي او له ( ۱۵۰ ) تر ( ۶۵۰)سانتي مترو په پراخوالي سره په بنسټیزه توګه د څه باندې ( ۶ میلیونه او ۷۰۰)  زره افغانیو په لګښت، د لښتیو په ګډون ( ۲۶ ) کوڅې او فرعي سړکونه د( ۹) میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. په همدې توګه د دولسمې ناحیې اړوند د نوآباد سیمې په (۲۵م) ګذر کې د ( ۲۵۰۱) مترو په اوږدوالي د بېلابېلو پراخوالو په لرلو سره یو سړک او د ( ۱۰۴۳ ) مترو په اوږدوالي یو کانال د  (۲۰.۵) میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. دغه راز د احمد شاه بابا مېنې په پنځلسم بلاک کې د ( ۱۲۱۱) مترو په اوږدوالي او ( ۱۶) مترو په پراخوالي د سړک دواړو څنډو ته د ګلدانونو او پلو لارو په ګډون دوه سړکونه د څه باندې (۳۹) میلیونه افغانیو په لګښت د( ۹) میاشتو په موده کې جوړ شوي دي. د یادو کوڅو او سړکونو په جوړېدو سره به د ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم د پام وړ بدلون راشي او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو موسمي ستونزې هم حل شي. د یادولو وړ ده چې، یادې پروژې د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه پلې شوې دي.